امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په پروان کې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
دپروان ولايت په غوربند دره کې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سليم نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو په غوربند دره کې د عملياتو په ترڅ کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل .
خبرځاى زياته کړه : دغه عمليات د غوربند درې د نا امنو ساحو د پاکولو په مقصد پيل شوي دي چې تراوسه پورې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرځاى وويل:د دغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول چې په غوربند دره کې درې کلي د وسله والو طالبانو له شتون پاک کړي او د دغو سيمو د امنيت د تامينولو لپاره يې امنيتي پوستې جوړې کړې دي.
ده زياته کړه چې دغو عملياتو دوه ورځې دوام درلود او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته