امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
اووه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په  جګړه
کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په وانت وايګل ولسوالۍ کې کله يې چې 
غوښتل په يوه واټ کې ماين ښخ کړي پرې بريد وشو.
دهېوادپه  ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې  جګړه کې اووه تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل ؛ طالبانو دوانت وايګل ولسوالۍ په يوه واټ کې ماينونه ښخول چې دپوځيانو له خواپرې ډزې وشوې.
ويل کيږي  په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  امنيتي ځواکونو نن سهار دنورستان ولايت  له ګڼ ميشتو سيمو او لارو څخه شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته