اووه تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

کابل  باختر دوږي دمياشتې ٢ :
اووه تنه وسله وال طالبان په ســـرپل ولايت کــــې د پوځيـــانو د مقاومت په بهيــــرکې  ووژل شول .
دغه مقاومت نن سهار د کوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دښمن دبريدونو د شنډولو لپاره هغه ترسره شو چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په سرپل ولايت کـــې د ملي اردو يوه قوماندان د باختـــر آژانس خبريال ته وويل:       په دې مقاومت کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کوهستاناتو ولسوالۍ زياتې سيمې دوه ورځې مخکې د امنيتي ځواکونو  د عملياتو په بهيرکې ونيولې شوې.
د سرپل ولايت پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات په بشپړه توګه د تروريستي ډلو له شتون څخه د کوهستانانو تر پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته