اووه تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول .
کابل باختر د وږي اوولسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالحفيظ خاشي باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان تيره شپه له هغه وروسته ووژل شول چې ددغه ولايت د اقچې = منګجيګ په تګلوري کې په يوې پوځي پوستې بريد وکړ .
ده وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
خاشي زياته کړه چې دجوزجان ولايت دخانقا ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال نقيب الله جندي مرستيال هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
ويل کېږي په دې جګړه کې يوتن وګړنى پاڅون کوونکى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم