امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

جلال آباد باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باختر آژانس ته وويل چې دغه  وسله وال مخالفين د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ د دوآب په ساحه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
فقيري زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د وسله والو مخالفينو دوه تنه سرګروپان هم نيول شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته