کابل باختر دزمري پنځلسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې ووژل شول .
د فارياب ولايت يوه امنيتي مسوول چې د نوم له اخستلو څخه يې ډډه وکړه، باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان کله يې چې غوښتل د دغه ولايت د غورماچ ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړي د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
ده زياته کړه: په دې جګړه کې د پوليسو اته تنه سرتيري شهيدان او اووه تنه پوليسان او درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ