اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
کابل – باختر دمرغومې ٢٠ :
اووه تنه وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دکوڼر ،ننګرهار ،لغمان ،بغلان ،ارزګان ،ميدان وردګو ،خوست، پکتيا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه ويشت تنه نور يې ونيول شول او لس ميله ډول ډول وسلې ،يو پيکا دوه ايکم مخابرې يو زرو پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ديارلس ماينونه اويوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.