اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د لړم لسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان پرون د امنيتي ځواکونو له خوا د څو امنيتي فعاليتونو په بهير کې  ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه فعاليتونه د بدخشان، ننګرهار، قندهار، نيمروز او دخوست د ولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ١٤ تنه ټپيان او٢٥تنه نور يې ونيول شول.
ددغو فعاليتونوپه بهيرکې  يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز لس ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا د پکتيا او پروان د ولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړي شوي و؛ د ملي پوليسو د ځواکونوله خوا کشف اوشنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته