امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
امنيتي ځواکونو په تېرو څليرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو د بغلان، زابل، ارزګان  او د فراه د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ درې تنه ټپيان شول او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه چاوديدونکي توکي او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د ارزګان ولايت په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا درې ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دپوليسو ځواکونو پرون درې تنه دکابل ښار د دويمې، اتمې او ديارلسمې حوزې په مربوطاتوکې د غلا په تور ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته