امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو قوماندان يې ونيول شو

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٨
پنځه تنه وسله وال طالبان په خوست ولايت کې د ملي اردو ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو دځانګړو قطعاتو ځواکونو د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د وسله والو طالبانو يو قوماندان په هرات ولايت کې له يو کلاشنيکوف او يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره ونيول شو .
ديوبل خبرله مخې: يو وسله وال طالب د ملي اردو د ځواکونو د هغو امنيتي فعاليتونو په بهيرکې چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ووژل شو او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته