کابل باختر د وري اوومه
دتيري اوونۍ په بهير کې په کندهار کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې ويشت تنه نور يي نيول شوي دي .
دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي پرون په يوه خبري غونډه کې ددغه ټکي په څرګندولو سره وويل په هغو عملياتوکې چې تيره اوونۍ په کندهار ښار او دژيړۍ ، پنجوايي ، ميوند ، خاکريز او شاه ولي کوټ په ولسواليو کې ترسره شول دغه راز ددښمن يوه اندازه وسلې مهمات اوتجهيزات هم ددولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دده دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې پنځلس تنه دجنايي جرمونو په اړوند پنځه تنه ددرې سوه اته ويشتو کيلو ګرامو اپينو ، څوارلسو کيلوګرامو هيروئينو ، يو سلو څلور ديرشو کيلوګراموچرسو ، پنځه شپيتو کيلوګرامو مورفين او يو موټر سره نيول شوي دي .
دي وايي چې دنوروز دمراسمو لپاره په کندهار کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي وو او پوليسو دمخالفينو په نيولو او دمهماتو په ترلاسه کولو سره په دغه مراسمو کې دګډوډي درامڼحته کيدومخه نيولي ده .
اطرافي په کندهار ښار او په اړوندو ولسواليو کې د امنيت په تامينولو کې ددغه ولايت دخلکو دهمکاريو له امله مننه وکړه .
1 1 دقیقه لوستل