امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان دقندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر د کب  دولسمه :
دقندهار  ولايت د ژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتوپه بهير کې چې تيره شپه پيل شوى دى اووه تنه وسله  وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلل .
د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا دقندهار ولايت دژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې : ددغو عملياتو په بهير کې  دوه  کلاشينکوفونه ،  دکلاشينکوف  يوه اندازه مهمات  يو موټرسايکل او دوسايطو ضد پنځه ماينونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
په دغو عملياتو کې  دطالبانو يوسراچه موټر او يوموټرسايکل  هم ويجاړ شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته