امنیت

اووه تنه مليشه طالبان په باجوړولو ايجنسۍ کې ووژل شول

پيښور -جيونيوز – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړو ايجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو په بريدکې اووه تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس دپاکستان دجيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ : دغه بريد پرون د باجوړو ايجنسۍ په بندا ناحيه کې وشو چې د ياغيانو په وژل کيدو سربيره د يوه کپټان په ګډون درې تنه پوځيان هم ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
امنيتي خبرځايونو دغه راز وويل چې د سالارزو په سيمه کې د ياغيانو ترمنځ متقابلې ډزې وشوې. له دغو ډزو وروسته پاکستاني پوځيانو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړل او پنځه ويشت تنه مشکوک کسان يې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته