کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
اووه تنه نن دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل :
دغه کسان دميوند ولسوالۍ دشاولي کاريز په ساحه کې دپوليسو دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
دفيصل دڅرګندونو له مخې : له نيول شويو کسانو څخه دوه مخابرې او دوه تومانچې هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ