فيض آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
په بدخشان ولايت کې تېره شپه د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
د بدخشان ولايت يو امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د جرم، يمګان او د درايم په ولسواليوکې ترسره شول چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
ده څرګنده کړه چې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ