کابل باختر دکب څوارلسمه :
اووه تنه سيمه ئيز پوليسان تېره شپه د وسله والو مخالفينو له خوا د فارياب ولايت په مربوطاتوکې شهيدان شول.
د فارياب ولايت د قيصار ولسوال محمدجميل د باخترآژانس خبريال ته وويل: اووه تنه سيمه ئيز پوليسان هغه وخت د قيصار ولسوالۍ په اون بيګي کلي کې شهيدان شول چې وسله والوطالبانو د هغوى په امنيتي پوستې بريد وکړ او له امله يې اووه تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول او يوبل پوليس يې له ځان سره بيولى دى.
دقيصار ولسوال وويل چې وسله والوطالبانو د سيمه ئيزو پوليسو د پوستې ټول تجهيزات اومهمات له ځان سره وړي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ