کابل باختر دوري يو ويشتمه
دملي امنيت داداري خبرځايونه وايي چې اووه تنه په لغمان ولايت کې دتروريستې فعاليتونو دترسره کولو په تور نيول شوي دي .
دباختر اژانس دخبر له مخې دملي امنيت ادار ي نن ديو ې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي چې ددغي اداري موظفينو اووه تنه چې يو شمير يي ښځينه جامي اغوستي وي دلغمان ولايت دقرغيو په ولسوالۍ کې په داسي حال کې ونيول شول چې دتروريستي بريدونو ترسره کولوته چمتو شوي و له دغو اوو تنو له نيولو سره جوخت يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي چې پخوا له کابل تورخم په لويه لاره او دننګرهار ولايت په سرحدي سيمو کې په تروريستي اوورانکارو فعاليتونو لاس پوري کړي دي له دوي څخه تحقيقات دوام لري .