امنیت

اووه تنه داعشيان په کونړکې ووژل شول

کابل باختر دلړم ديارلسمه :
اووه تنه داعشيان په کونړ ولايت کې د هوايي بريدله امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار په دانګام ولسوالۍ کې هغه وخت  بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې اووه تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: دغه داعشيان د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريد د دغو ډار اچوونکو د سپرلۍ موټر او د هغوى جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته