اووه تنه داعشيان ووژل شول.
کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
د داعش دډلې اووه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو داچين ولسوالۍ کې د دوى په پتنځي کې بريد وشو دافغانستان په ختيځ کې دسرحدى پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل : چې په دې هوايي بريد کې اووه تنه داعشيان ووژل شول.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوى دى چې څه ناڅه څلورتنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د طالبانو په بريد کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه داچين ولسوالۍ بازارته څيرمه د طالبانو له خوا بريد وشو .