کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
اووه تنه داعشيان په جوزجان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه پرون د جوزجان ولايت د قوش تيپې په ولسوالۍ کې ونښته چې د اوو تنو داعشيانو په وژل کيدو سربېره د هغوى د دوو تنو سرګروپانو قاري حکمت او قاري غني په ګډون پنځلس تنه نوريې ټپيان شول .
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري باختر آژانس ته وويل: قاري حکمت چې پخوا د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د قوش تيپې د ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال و؛ د خپلمنځي اختلافونو په دليل د داعش له ډلې سره يوځاى شو .
خبرځاى وويل چې د جګړې په بهيرکې دوه تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل