امنیت

اووه تنه ترورستان په هلمندکې ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
هغه اووه تنه چې په هلمند او قندهار ولايتونوکې په تروريستي فعاليتونو کې لاس درلود؛ دملي امنيت دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دملي امنيت لوى رياست دتروريستي بريدونو دمخنيوي په خاطر ځانګړى امنيتي رژيم ترلاسه لاندې نيولى دى چې په لړ کې يې د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار د دوه لارې په عمومي واټ کې د تروريستانو په يو پټنځاي دملي امنيت دلوى رياست د موظفينو په تروريستي ضد عملياتوکې د طالبانو د ډلې قوماندان په ملاخاکسار مشهور ملاجمال الدين له خپلو شپږو تنو افرادو سره د ملي امنيت له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او شپږ تنه نوريې له يوې اندازې وسلو او مهماتو او چاوديدونکو توکو سره ونيول شول چې نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى او زياته کړى يې ده چې د نادعلي ولسوالۍ او د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار په تګلوري کې دکمين په نيولوسره د افرادو او اشخاصو په ترور او ماين ايښودنوکې فعاله دڼده لرله.
دغه راز په هغو عملياتوکې چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا دقندهار ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول؛ څلورتنه تروريستان چې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ له يوې وسلې او دوو ماينونو او يوې مخابرې سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته