کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
اووه اوويا تنه تروريستان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:
په تيرو ٢٤ ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٧٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٧٣ تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
دغه عمليات د توپچې او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، غزني، قندهار، روزګان، بادغيس، فراه، بلخ، فارياب، جوزجان، بغلان او د هلمنمد د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
پاى ع ذ