ټولنه

اوولس وګړني پروژې په پکتيا کې تطبيقې شوې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
دکليو د بياجوړولو او پراختيا رياست د ملي پيوستون د پروګرام اوولس ټولګټې پروژې نن په پکتيا ولايت کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
د پکتيا ولايت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير صفرمحمد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره د څوارلسو مليونو شپږ سوه څلورويشتو زرو افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي .
د انجنير صفر محمد د څرګندونو له مخې: دغه پروژې د جاني خيلو د ولسوالۍ په مربوطاتوکې تطبيقې شوې دي او د يو سلو دوه شپيتو مترو په اوږدوالي استنادي ديوال، د کرنيزو اوبو او د څښاک د اوبو کانالونه، د څلويښتو کيلو واټو په ظرفيت د بريښنا د کوچنيو بندونو پروژې، د برقي ژرندې پروژه، د څښاک د اوبو د شپږ پنځوسو بمبو درول، د ټولنيز مرکز د ودانۍ جوړول او د ولسوالۍ د کوڅو د ويالو د غاړو پخول شامل دي .
ده وويل: د پکتيا ولايت په کچه د ټولګټو پروژو د تطبيق بهير پيل شو.
انجنير صفر محمد وويل: د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيموکې د زرو ټولګتو پروژو کارپيل شو چې له يوې خوا دغه پروژې خلکوته زياتې آسانتياوې رامنځته کوي او له بله پلوه په دغو پروژوکې په زرګونه تنه په کارګومارل شوي دي چې د وزګارتيا کچه يې کمه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته