کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
اووه لس وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې د پوځیانوپه عملیاتوکې ووژل شول.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې: دغه عملیات د سرپل د صیاد ولسوالۍ په بلند غور کهنه کلي کې ترسره شول چې په پایله کې یې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځای زیاته کړه چې په عملیاتوکې د دوو قوماندانانو قاري ګلبدین او قاري عبدالاحد په ګډون ٧ نورطالبان ټپیان او د دښمن پنځه موټرسایکلونه ویجاړ شول.
ختم/ع