کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
اوولس ملکي وګړي نن سهار په بغلان کې په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول .
دبغلان دخوست اوفرنګ ولسوال لطف الله عاطفي باختراژانس ته وويل چې ددغې پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي . چې ددوى دسپرلۍ موټر دبغلان ولايت د خوست اوفرنګ ولسوالۍ د شخ سفيد ساحې په پلفي غاښي کې له واټ څخه ووت او په دره کې وغورځېد .
ويل کېږي دغه کسان د واده مراسمو ته روان وو چې په قربانيانو کې ٧ ښځې، ٦ نارينه او ٤ ماشومان شامل دي .
د خوست او فرنګ ولسوال زياته کړه:په پېښه کې ٥ تنه ټپيان شوي دي چې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ