امنیت

اوولس تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٣١ نيټه :
دهېواد ملي امنيتي اودفاعي ځواکونو دهېواد په بېلابېلو سيمو کې په څو چاڼيزو عملياتو کې اوولس تنه ډاراچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دهيواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه تيرو ٢٤ ساعتو کې دخلکو دسر اومال دساتنې  او دډاراچوونکود ځپلو په مقصد دهېواد په بېلابېلوسيمو کې  يولړ ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اوولس تنه وسله وال ډاراچوونکي ووژل شول   ٢٠ تنه ټپيان  او ١٥ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه عمليات په ننګرهار ، کاپيسا ، خوست ، لوګر ، پکتيا، روزګان ، فارياب  او دهلمند په ولايتونو کې ترسره شوي دي.
په دغو عملياتو کې  اوولس موټرسايکلونه اوددښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته