امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :
په کندز ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهېرکې دښمن ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر  نن باخترآژانس ته خبرورکړ :
دډار اچوونکو له شتون څخه دناامنو ساحو دپاکولوپه  مقصد دکندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو چاڼيزعمليات دوام لري  او ددغو عملياتو په بهيرکې په وروستيو پرمختياو کې اوولس تنه وسله وال  طالبان وژل شوي دي اودهغوى ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات او جنګي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دملي اردو دځواکونو دوظيفوي فعاليتونوپه بهيرکې دوسايطو ضد اته پنځوس ماينونه کشف اوشنډ کړاى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته