امنیت

اوولسو تنو وسله والو طالبانو ته دهيواد په ختيځ کې مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
لس تنه وسله وال طالبان پرون  دهيواد په ختيځ کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول او اووه تنه  نور ټپيان شول
  لومړي جګړه دنورستان ولايت مرکز پارون ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو دامنيتي ځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ
دنورستان ولايت دامنيې قوماندانۍ مرستيال دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه وسلې او مهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي 
دويمه جګړه له پاکستان سره دنورستان ولايت دکامديش  ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې هغه وخت ونښته چې افغان سرحدي ځواکونو غوښتل افغانستان ته ديوې ډلې يرغلګرو طالبانو دراننوتو مخه ونيسي .
دهيواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان وويل چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول
ده وويل چې په دې نښته کې يو افغان سرحدي مامور ټپي شوى دى خو ددښمن وسلې اومهمات  دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي . 
له بلې خوا له پاکستان سره دکونړ ولايت په سرحدي سيمه کې د نښتې په بهير کې  درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او دوه تنه  نور يې ټپيان شوي دي
دغه جګړه  هغه وخت ونښته چې طالبانو غوښتل دافغان سرتيرو په يوکاروان بريد وکړي .  دکونړ ولايت يو سيمه ئيز مسوول  وايي چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دکونړ او نورستان  ولايتونه له پاکستان سره داوږدو پولو په لرلو سره تل دالقاعده دوسله والو طالبانو دډلې او ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون دتروريستي ډلو دشتون دفعاليت ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته