ټولنه

اور لګيدنې د اووه ويشتو زرو ډالروپه ارزښت تاوان واړوه

کابل باختر دسلواغي دويمه
په بدخشان ولايت کې تېرماښام د اور لګيدنې له امله د دريو دوکانونو مالونه له منځه لاړل.
دغې اور لګيدنې د دغو دوکانونو خاوندانو ته د څه دپاسه اووه ويشتو زرو ډالرو  تاوان اړولى دى.
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال جهانګير کرامت باخترآژانس ته وويل: د فيض آبادپه زاړه ښارکې دګازو د ډبې د چاودنې له امله د بوټانو د پلورنې دوو دوکانونو او د موبايل پلورنې د يو دوکان مالونو اور واخيست  چې له امله يې د دغو دوکانونو ټول مالونه له منځه لاړل .
يوه اړونده خبرځاى وويل: د اور وژنې کارکوونکودښارنورو دوکانونو او داستوګنې کورونو ته  د اور دخپريدو مخه ونيوله او اور يې وواژه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته