اقتصاد

اورلګيدنې په ګرديز کې د لرګيو پلورونکو ته مالي زيان واړاوه

ګرديز باختر دزمري دمياشتې ٣١نيټه : دپکتيا ولايت په ګرديز ښارکې دلرګيو پلورونې په يوه مارکيټ اور ولګيد. دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ ددغې اورلګيدنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى خو دلرګيو پلورونکو ته يې په ميليونون افغانۍ مالي زيان اړولى دى. سره له دي چې داور وژنې پوليسو داور په وژلو کې زياتې هلې ځلې وکړې خو بيا دلرګيو پلورونکو ته زيات مالي زيان واوښت . د لرګيو يو پلورونکى ميرزاخان چې ددغې اور لګيدنې له امله زيات مالي زيان ورته اوښتى دى له دولت څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته