خبرونهنړۍ

اوربند لپاره د پوتین شرایط؛ ناټو د مسکو طرحه د کیف ماتې بللې

نړۍ، د غبرګولي ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون جمعه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې له څلورو مهمو سیمو دونتسک، لوګانسک، خرسون او ژاپوروژیه څخه د اوکرایني عسکرو د وتلو په صورت کې به اوربند اعلان او د خبرو مېز ته به کښېني.

پوتین زیاته کړې، چې د اوربند د ټینګښت او د خبرو د پیل لپاره باید کیف له ناتو سره د یوځای کېدو خوبونه پرېږدي او دغه راز اټومي وسلو او امکاناتو ته یې باید لاسرسی پرې شي.

د کرېملېن ویاند دیمیتري پسکوف د پوتین دغه طرحه جامع بللې ده.

خو د ناتو عموموي منشي ینس سټولټبرګ بیا د پوتین د دغې طرحې عملي کول د مسکو بریا او د کیف او لویدیځو هېوادونو ماتې بللې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته