نړۍ

اوباما دآسيا ختيځ ته خپل سفر لغو کړ .

  واشنګتن باختر د تلي دولسمه :
  دامريکا جمهور رييس بارک اوباما ددغه هيواد د دولتي ادارو دځينوبرخو دبندولو دبحران  په  دوام دختيځي آسياهيوادونو ته خپل سفر لغو کړ .
  سپينې ماڼۍ  دامريکا په وخت پرون ناوخته  ديوې وينا په خپرولو سره خبر ورکړ
چې دامريکا جمهور رييس اندونيزيا او بروني ته خپل سفر لغو کړى او پرځاى  به
يې  د بهرنيو چارو وزيرجان کرى دامريکا داستازو له هيت سره ملګرتيا وکړي .
بارک اوباما پخوا ماليزيا او فلپين ته هم خپل سفر لغو کړي  و .
  سپينې ماڼۍ  ويلي دي چې جمهور رييس ترجيح  ورکړه چې په دغو شرايطوکې
له کانګرس سره دموافقې د ترلاسه کولو په خاطر په امريکا کې پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته