سیاست

انګلستان دسولې او ثبات په تامينولو کې له افغانستان سره خپلې همکاريو ته دوام ورکوي .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  نن  دافغانستان او پاکستان لپاره  دانګلستان دشاهي هېواد له ځانګړي استازي اوون جنکنز سره  وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان او انګلستان ترمنځ  په دوه  اړخيزو مناسباتو پورې  داړوندو موضوعګانو ،  په افغانستان کې دسياسي اواقتصادي پرمختګونو ، سيمه ئيزو مسئلو او دسولې دهڅو په باب  خبرې وکړې .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير په  هېواد کې  دسولې دټينګښت او داقتصادي ودې په لاره کې  دانګلستان  دهمکاريو او کارنده رول له امله قدرداني وکړه .
دکتنې په پاى کې  جنکنز ژمنه وکړه  چې هېوادبه يې په افغانستان کې  داقتصادي پرمختيا او دسولې او ثبات  دټينګښت په لاره کې خپلو همکاريو ته  دوام ورکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته