ورزش

انصارى په خپل سيال بريالى شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دڅوارلس کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ نن مازيګر په هرات کې په دوو لوبو سره دوام کوي .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :دغه لوبې دپامير او ارش او داستقلال او پيام اسيا د ټيمونو ترمنځ کيږي.
دضيا دڅرګندونو له مخې :دڅوارلس کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي او په پروني لوبه کې دانصارى ټيم ديوې په وړاندې په شپږو سره د هرات باستان ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته