انس حقاني: په هېواد کې د علم زده کړې ته ښه زمینه برابره شوې ده
کابل، د سلواغې ۹مه، باختر
د افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسيون غړي حافظ انس حقاني شیخ زايد پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته په خپله وينا کې وویل چې اوس د علم زده کړې لپاره غوره فضا رامنځته شوې ده.
نوموړي د يوې ټولني لپاره تر ټولو مهم ارزښت استقلال او حريت وباله او ويي ویل چې د ۴۵ کالو ستونزو او دردونو وروسته نن الحمدالله په افغانستان کې امن راغلی دی.
هغه زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل چې د وطن د آبادۍ لپاره به ټول په ګډه هڅه او کوښښ کوو ځکه د افغانستان دفاعي او اقتصادي سېستم او د دې وطن راتلونکې په تاسې پورې اړه لري.
ورته مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي وايي چې د عصري علومو د زده کړې سره هېڅ حساسيت نه لري چې ښه مثال يې د خوست شيخ زايد پوهنتون دی چې اوس مهال پکې ۷ زره زده کړیالانو ته د ۳۰۰ کادري استادانو لخوا زده کړې ورکول کېږي چې د ديني زده کړو په برخه کې په ټول هیواد کې داسې دارالعلوم نشته چې دومره په زيات تعداد سره د ديني علومو زده کوونکي او استادان ولري.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت دا غواړي چې د دارالعلوم استاد او پوهنتون استاد ترمنځ هېڅ توپير موجود نه وي.
هغه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت په شتون به کې د هېواد علمي سېستم لا غښتلی او پياوړی کېږي.