کابل / د وږي ۱۱ مه / باختر
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د لوېدیځ ښکېلاک د تېري پای ته رسېدو په پار جوړې شوې غونډه کې د اسلامي امارت غړي انس حقاني وویل: د خوښۍ ځاى دى، چې په دې ستره سوبه کې ښارونه، هېوادوال او ښاريان زیانمن نه شول.
حقاني د هغو شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړ چې د بریا لپاره یې قرباني ورکړې ده.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت لوېدیځ ښکیلاک په ګونډو کړ او د اسلامي اصولو له مخې یې عمومي بخښنه هم اعلان کړه.
د حقاني د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له پیله هڅه کوله چې هر څه د خبرو له لارې حل کړي؛ خو امریکا او ناټو بیا هم پر افغان خاوره تېری وکړ چې په پایله کې یې ماتې وخوړه.
حقاني وويل چې نور د کرکې، بدبينۍ او پيغورونو وخت تېر شوى، هېواد مو ګډ کور دى او په ګډه به هېوادوالو ته خدمت کوو.
د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د پکتیا پر والي ملا حمزه او امنیه قومندان مولوي مخلص سربېره زیات شمېر ولسي خلکو ګډون کړی و او د اسلامي امارت په راتګ یې خوښي څرګنده کړه.
ن/ر