سیاستخبرونهامنیتTOP

اندونیزیايي پلاوی: هغه څه، چې موږ د افغانستان په اړه په رسنیو کې اوریدلي، تبليغات وو

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستيال او د هغه هېواد د سرې میاشتې او جوماتونو شورا له اوسني رئیس محمد يوسف کالا په مشرۍ افغانستان ته له راغلي پلاوي سره وکتل.
سرپرست وزیر په دغه کتنه کې وويل چې افغانستان او اندونیزیا ډېر مشترکات لري او لېواله یو، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکارۍ لا پراخه کړو.
په ورته وخت کې اندونيزيايي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په دوام کې د امنيت او بيارغونې په اړه واقعيتونه څرګند کړل او زياته يې کړه؛ هغه څه چې موږ د افغانستان د امنيت او نورو موضوعاتو په تړاو په رسنيو کې اورېدلي، تبليغات وو او په حقيقت کې د امنيت د ټينګښت او په اقتصادي برخه کې ‏ډېر کارونه شوي دي.
دوی همدارنګه زياته کړه؛ اندونیزیا هېواد چمتو دی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او پانګونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي تر دې وړاندې د رياست الوزراء له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم کتنې درلودې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته