سیاست

انجینر محمد خان: ولسمشر او اجرئیه ریس دى دير ژر کابینه اعلام کړي

کابل باختر  دمرغومي اوومه
انجینر محمد خان: ولسمشر او اجرئیه ریس دی دير ژر کابینه اعلام کړي
-د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان دغه څرګندونې په یوه جوړه شوی غونډه کې رسنیو ته وکړې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. ده د شته ستونزو اود امنیت دخرابوالي لامل د کابینې ځنډ وباله او د ملي وحدت د حکومت په دواړو مشرانو یې غږ وکړ چې د دې اوونۍ په جریان کې دی د هیواد له کدرونو د اجتماعی عدالت په نظر کی نیولوسره کابینه وټاکی او یا دی هم دا ستونزه له ولس سره شریکه کړي، ترڅو په دې اړه خپله ولس پریکړه وکړي.
ده د ولسي جرګې له ګومارل شوی پلاوي څخه هم غوښتنه وکړه چې دا ستونزه د ملي وحدت د حکومت د دواړو مشرانو، او رسنیو په شتون کې حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته