انجنير کمال نظامي د پنجشير د نوي والي په توګه معرفي شو

کابل باختر دکب  اته ويشتمه :
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود د پنجشير د نوى والي انجنير کمال د معرفي کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس فوق العاده استازي په خپلو خبروکې وويل چې انجنير کمال داسې شخصيت دى چې د مقاومت په دوره او وروستيوکلونوکې ښه اداري تجربه لري؛ هيله دا ده چې په خپل نوي مسووليت سره د پنجشير د خلکو اړتياوې پوره کړي.
احمد ضيا مسعود وويل چې پنجشير په اوسنيو شرايطوکې جدي بيا رغاونې ته اړتيا لري او ډيره مهمه ده چې د يو اداري واحد مشرتابه د خلکو د اقتصادي ودې او د هغو د اړتياوو د لرې کولو په لاره کې له موجودو اقتصادي منابعو او امکاناتو څخه څه ډول استفاده وکړي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي وويل: يوه ډيره مهمه مسئله دا ده چې پرمختيا له کليوڅخه  مرکز ته سوق شي چې د خلکو اړتياوې وڅيړلې شي او هغه څوک چې د يو ولايت مشري کوي؛ بايد د خلکو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه ولري او هغه حل کړي.
دغه راز ده وويل: ډيره مهمه ده چې د پنجشير بنسټونو ته پاملرنه وشي او د کلينيک ښوونځي او جومات په ګډون د خلکو اساسي اړتياوې په پام کې ونيول شي او دا کار هغه وخت عملي کيږي چې د ولايت مشرتابه له خلکو او دځوانانو او ښځو له شوراګانو سره اړيکې ټينګې کړي چې د هغوى له اړتياووڅخه خبر وي.
  دغه راز احمد ضيا مسعود وويل: د ځوانانو او د تنکيو ځوانانو ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ته پاملرنه يوه جدي مسئله ده چې د پنجشير مسلکي  او تخصصي کدرونه ښه ظرفيتونه ولري او له نشه يي توکوڅخه چې يوه ناوړه پديده ده؛ له هغه څخه استفاده په جدي توګه کنترول ولرو.
دجمهور رييس فوق العاده استازي د پنجشير ولايت د ځوانانو په سالمې ښوونې او روزنې تينګار وکړ او ويې ويل چې د پنجشير سيمه ئيزه اداره چې رهبري يې نوې معرفي کيږي؛ بايد داسې شرايط رامنځته کړي چې ځوانان سمې لارې ته سوق شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته