انتخابات : هغه بهير چې بايد دملي وحدت تر سيورې لاندې ملاتړ يې وشي .

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : انتخابات يو ملي بهير دى چې بايد ملاتړ يې وشي . په داسې حال کې چې دهغو په وړاندې هر راز له سبوتاژ ډک حرکت به دهېواد دخلکو اوسياسي راتلونکي لپاره نه جبيره کيدونکى زيان ولري . دباختراژانس مفسر ليکي: ستر ملي ائتلاف چې له سياسي ګوندونو او جريانونوڅخه متشکل دي پرون دقندهار ، هرات او بلخ په ولايتونوکې دانتخاباتو دکميسيون دولايتي دفترونو دروازې وتړلې او ګواښ يې وکړ چې دهېواد په شلونورو ولايتونوکې هم ددغه کميسيون دفترونه تړي . ددې ائتلاف کميسيون ټينګار کوي تر هغه وخته پورې چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات رامنځته نه شي دوى به دانتخاباتو دکميسيون دکار مخه ډب کړي . په انتخاباتي نظام کې دبدلونونو راوستل او دانتخاباتو دترسره کولو په وخت کې دراى ورکوونکو دکوتو باميتريک کول ، دستر ملي ائتلاف اصلي غوښتنې دي په دغو دريو ولايتونوکې دانتخاباتو دکميسيون دولايتي دفترونو تړل کيدل دهغه حرکت تعقيب دي چې حذف شويو نوماندانو په کابل کې ترسره کړل او دکميسيون دمرکزي دفتر ددروازې په ټړلو او دتحصن دخيمې په درولو سره دحکومت له خوا دخپلو غوښتنو په منل کيدو ټينګار کاوه خو په پاى کې پوليسو دغه شخړه پاى ته ورسوله . باورونه په دې دي چې اعتراض ، مظاهره ، تحصن اويا بل هر مدني حرکت چې په قانون کې تسجيل شوى دى دهېواد دهر وګړي حق دى خوبايد ترهغه ځايه پرمخ لاړ نه شو چې يو ملي بهير په خپله ولکه کې ونيسو او هغه سبوتاژ کړو . سمه ده چې دکميسيون په کار کې ناخوالې او تشې شتون لري . داسې تشې او ناخوالې چې يا دبې مديريتي او داداري ستونزو زيږنده دي او يا هم دشرايطو او زمانې زيږنده، خو هغه څه چې مهم دي ديوه ملي بهير ملاتړ دى . په اوسنيو نازکو شرايطو کې چې هېواد وحدت ، همغږي او پيوستون ته اړتيا لري له سبوتاژ ډک نظر او پروګرامونه يواځې او يواځې دحرکت تګلوري سختوي او بس . ځينو مدني فعالانو طرحه کړې ده چې دولت ، سياسي ګوندونو او دانتخاباتو کميسيون داختلافي نظر په شتون کې دانتخاباتو بهير تر خپلې ولکې لاندې نيولى دى چې پايله يې دانتخاباتو دترسره کولو په وخت کې له ځنډ او خنډ پرته بله خبره نه شي کيداي . په داسې حال کې چې په دې لوبه او ناندرو کې اصلي بايلونکى ، خلک او په دې هېواد کې نيم بنده دموکراسي ده . ښه به وي چې دملي وحدت په چوکاټ کې ديوه ملي بهير په توګه دانتخاباتوملاتړ وشي او په وګړنيوحرکتونو سره دغه بهير له تعرض اولاسوهنو څخه خوندي وساتو . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته