کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
په دغو ورځو کې د سولې په اړه بېلابېلې طرحې وړاندې کېږي. هر سیاسي لوری د سولې موضوع ته د خپلو ګټو له لیدلوري ګوري؛ خو په دې بهیر کې تر ټولو مهمه دا ده چې د سولې موضوع ته د افغانانو د ملي ګټو له لیدلوري وکتل شي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
شک نشته چې د سولې په اړه نظریات زښت ډېر دي او ښایي یو علت چې د سولې پر لور یون ټکنی کوي، همدا د نظریاتو، وړاندیزونو او طرحو ډېرښت وي. په ولسواکو نظامونو کې هرڅوک حق لري چې د ټولو مهمو مسئلو په اړه خپل نظر څرګند کړي، دریځ غوره کړي، بحث وکړي او استدلال وکړي. مهمه خبره دا ده چې په دغو ټولو نظریاتو کې باید موږ اساسي ټکي ولټوو، اصول ولټوو او بیا د دغو اساسي ټکیو او اصولو پر بنسټ مخ پر وړاندې لاړ شوو.
همدارنګه هره طرحه چې وړاندې کېږي، هغه باید د تاریخي تجربو او اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ ولاړه وي. تاریخي تجربو دا ښودلې ده چې ټولې جګړې د واک پر سر شوي دي. د افغانستان تاریخ هم په دې برخه کې مستثنا نه دی. کله چې موږ د سولې طرحې په اړه خبرې کوو؛ نو باید تر هرڅه وړاندې د خپل هېواد دا تجربه په پام کې ونیسو. د واک موضوع په جمهوریت کې حل شوې ده. په جمهوریت کې د واک موضوع د آزاد رقابت له لارې حل کېږي. یانې هرهغه څوک چې غواړي واک ته ورسېږي، د مشرۍ پیټي ته اوږه ورکړي، باید د ملت رایو ته مراجعه وکړي، د ملت خوښه ترلاسه کړي، د ملت رضا ترلاسه کړي. په جمهوریت کې انتخابات یو اصل دی او هره طرحه چې وړاندې کېږي، باید دا اصل په کې له پامه ونه غورځول شي.
پر تاریخي تجربو سربېره، د اوسنیو واقعیتونو په پام کې نیول هم ضروري دي. نن د افغاني ټولنې سیاسي ډګر داسې دی چې ګڼ لوبغاړي په کې لوبېږي. او بله ستره بدمرغي دا ده چې هر لوبغاړی ځان اتل بولي، ځان سوبمن بولي، ځان «من» بولي او د ټولو امتیازاتو غوښتنه کوي. که یو وپوښتل شي نو وایي چې تر ټولو ډېره قرباني همده ورکړې ده او که بل وپوښتل شي؛ نو هغه وایي چې تر ټولو ستره قرباني خو همغه ورکړې ده او باید د امتیازاتو په وېش کې اساسي او غوښنه ونډه د همغه وي، نه د بل چا. په دغه راز حالت کې د امتیازاتو وېش اسانه کار نه دی. څنګه کېدای شي چې دا ستونزه حل شي؟ بیا هم انتخابات کولای شي چې دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.
تر ټولو وړاندې خو باید د سیاسي امتیازاتو موضوع مطرح نه وي. که څوک وایي چې قرباني یې ورکړې ده؛ نو باید دا قرباني یې د خدای د رضا او د خلکو د چوپړ لپاره وي، نه د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره؛ خو له بده مرغه زموږ سیاستوال لا دغه راز سیاسي پوخوالي ته نه دې رسېدلي او هر څه د ځان لپاره غواړي. په دغه راز حالت کې بیا هم انتخابات یو اصل دی. ته چې د خلکو لپاره د قربانۍ دعوه کوې او ټټر وهې؛ نو خلکو ته به ستا دا قرباني معلومه وه او هرومرو به رایه درکوي. افغانان ډېر حق پېژندونکي دي او چې چا ورسره ډېره لږه مرسته او همکاري کړي وي، هغه کله هم نه هېروي. نو په انتخاباتو کې به هرومرو رایه ورکوي. انتخابات باید اصل وي او ټول لوري دا اصل ومني.
که انتخابات د یواصل په توګه منو دا هم باید ومنو چې انتخابات باید آزاد، راڼه، سراسري، سري او عادلانه وي. که دغه ارزښتونه په پام کې ونه نیول شي؛ نو بیا انتخابات د یو اصل په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکوي او خلک پرې باور نه کوي.
پای/ن.ش
10 2 دقیقې لوستل