سیاست

انتخاباتي کميسيونونو دپارلماني انتخاباتو دشفافيت لپاره يوه ګډه اعلاميه صادره کړه .

کابل باختر د لړم اتمه :
دانتخاباتي کميسيونونو وياندويانو نن په يوه غونډه کې ټينګار وکړچې انتخاباتي کميسيونونه دپارلماني انتخاباتو د شفافيت لپاره باوري دي او په دې اړوند  يې په اتو مادو کې يوه ګډه اعلاميه  وړاندې کړه .
دباختراژانس خبريال ليکي  په دې خبري غونډه کې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون وياند علي رضا روحاني وويل چې دغه اعلاميه ددغه کميسيون دهماغې پخواني اعلاميې بشپړونکې  ده چې په هغې کې دپارلماني انتخاباتو دمعيارونو څلورو اصولو ته زيات وضاحت وړاندې شوى دى .
  روحاني څرګنده  کړه چې دانتخاباتي معيارونو دغه څلور اصول چې:
١_دراى ورکولو دمحلاتو او مرکزونودصندوقونو راى چې په هغوکې   دبايومتريک  دپيژندنې  ددستګاو دثبت پربنسټ دراى ورکوونکو له فهرست سره سم شتون لري  داعتبار وړ دي .
  ٢_ هغه صندوقونه چې په هغو کې  دراى ورکونې پاڼې دراى ورکونې په محلاتو کې دراى ورکوونکو دفهرست په نه شتون کې خو دقلمي  فهرست پربنسټ  دبايومتريک دپيژندنې  ددستګاو دثبت پربنسټ اجرا شوي دي  په هغه صورت کې چې دمرکز له اصلي  فهرست  سره تطابق  ولري، داعتبار وړ دي
  ٣_  دبايومتريک  دپيژندنې له دستګاو پرته دراى ورکوونکو دفهرست  پربنسټ  له څلورم بند سره دتناقص  په نسبت درايو دشميرنې برخه بې اعتباره پيژندل کېږي .
  ٤_  هغه راى چې په هغو کې دبايومتريک دپيژندنې ددستګاو له کارولو پرته او له رسمي فهرست  پرته اجرا شوي دي  بې اعتباره بلل کېږي او انتخاباتي کميسيونونو له هغو سره سم په مرکز کې  ګډې کميټې جوړې کړې دي .
په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  وياند سيد حفيظ الله هاشمي يوځل بيا ټينګار وکړ هغه کسان چې ددغو ټولوناخوالو تر شا لاس ولري په ډير لنډ ممکن وخت کې وپيژندل شي او تر قانوني څارنې لاندې ونيول شي .
ده دغه راز دجمهوري رياست دانتخاباتو دتقويم خبرورکړ او ويې ويل چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دتقويم مسوده مشخصه شوې ده او په ډير لنډ ممکن وخت کې به اعلام شي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته