۱۰۰ ورځې

انتخاباتي مبارزې دوام لري

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
دانتخاباتي مبارزو په  دوام د جمهوري رياست نوماندډاکتر اشرف غنى احمدزى نن  د بدخشان ولايت ته  لاړ  او خپل پروګرامونه يې خپلو پلويانو ته  بيان کړل.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دجمهوري رياست نوماند ډاکتراشرف غني احمدزي په خپلو خبروکې دملي يو والي  ټينګښت له خپلو هدفونو څخه  وباله.
په همدې حال کې دجمهوري رياست د نوماند دشفيق ګل آغا شيرزي دانتخاباتي مبارزو  ټيم نن   د ده پروګرامونه  بيان کړل .
دغه راز دجمهوري رياست دنوماند عبدالرب الرسول سياف مرستيال  مولوى عرفان نن په تالقانو ښارکې  خپلو پلويانو  ته خپل   پروګرامونه بيان کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته