کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
په داسې حال کې چې دجمهوري رياست د نوماندانو انتخاباتي مبارزې دويمې
مياشتې ته ورسيدې او د ولايتي شوراګانو دنوماندانو انتخاباتي مبارزې نوې پيل
شوي دي په کابل کې دهوتکو د قوم شورا له اشرف غني سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې جوړه شوې وه ډاکتر اشرف غني احمدزي د هوتکودقوم د شورا په غونډه کې گډون وکړ اوخپل کاري پروګرامونه يې بيان کړل .
دغه راز ده له وخت څخه په استفادې سره د مارچ داتمې په درشل کې چې دښځو دپيوستون نړيواله ورځ ده وويل ، که چيرې بريالى شي ښځو ته د کار او فعاليت زيات فرصتونه برابروي.
په همدې حال کې دجمهوري رياست بل نوماند محمد نادرنعيم د کابل ښار په ځينو سيمو کې په ګرځيدو سره د کابل ښار له يو شمير اوسيدونکو سره له نږدې خبرې وکړې او خپل کارى پروګرامونه جوخت او هدفونه يې بيان کړل .
له دې سره جوخت په ولايتونو کې نن دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو نوماندانو انتخاباتي مبارزې فعالې نه وې .
له بله پلوه ټاکل شوې ده دجمهوري رياست دوه تنه نوماندان ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکترعبدالله عبدالله په يوه ټلويزيوني مناظره کې چې ديوې خصوصي ټلويزيوني شبکې له خوا برابره شوې ده خپل بهرنى سياست بيان کړي.
1 1 دقیقه لوستل