سیاست

امین جان آغا د اجرائيه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره وکتل

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه
احمد امین مجددي چې په امین جان آغا سره مشهوردی نن له غرمې مخکې د
اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان سره د سولې، امنیت، بیا
رغونې او د دیني مدرسو او د خانقاه د بیا جوړونې او رغونې په اړه خبرې
وکړې.
امین جان آغا د سولې روانو هڅو ته په اشارې سره وویل چې د سولې روان
بهیر د قناعت وړ نه دی او حکومت باید د سولې هڅې چټکې کړي او روانې تپل شوې جګړې ته د خبرو اترو له لارې حل لاره پیداکړي.
ده د دیني مدرسو او خانقاوو په بیا رغونه ټینګار وکړ او زیاته يې کړه
چې دولت باید د دیني مدرسو او خانقا جوړولوته زیاته پاملرنه وکړي داځکه
چې د حکومت لخوا مدرسو او خانقا جوړول دحکومت او خلکو ترمنځ واټن کموي او پر حکومت دخلکو باور زیاتوي.
لومړي مرستيال یادې ستونزې پر ځای وبللې او زیاته يې کړه چې د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې له ټولو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو له لارې یوې سراسري سولې ته ورسیږي.
انجينیر محمد خان دخانقا او دیني مدرسو رغونه مهمه وبلله او ژمنه يې کړه
چې د اړوندو ادارو له لارې به يې د بیا رغونې لپاره جدي پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته