خبرونهنړۍ

امنیت شورا د اوربند پرېکړه لیک تایید کړ، حماس یې هرکلی کړی

نړۍ، د غبرګولي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبې د امریکا له لوري په غزه کې د حماس غورځنګ او اسرایلو ترمنځ د سولې وړاندې شوې هوکړې څخه هرکلی او تایید کړې ده،

د امریکا ولسمشر بایډن دا د اوربند لپاره یو فرصت بللی، خو ملګرو ملتونو کې اسرایلي استازي ویلي، داسې خبرو ته، چې حماس ته د پاتې کېدو فرصت ورکوي، نه کښېني.

حماس غورځنګ هم د ملګرو ملتونو له دغې پرېکړې هرکلی کړی او د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې په دې اړه خبرو کولو ته تیار دي.

حماس د فلسطینیانو د حقوقو په ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.

یاد سازمان کې د فلسطین سفیر د دغه وړاندیز پر اساس د یو دایمي اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې.

ترکیې هم دا یو مهم فرصت بللی او د امنیت شورا له پرېکړې یې هرکلی کړی.

امنیت شورا کې دغه پرېکړه لیک د ۱۴ مثبتو او یوې ممتنع رایې (روسیه) سره پرون دوشنبې تایید شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته