امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې ګڼ شمېر مهمات نیولي دي

کابل، لېندۍ ۱۵مه، باختر 

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې د ګڼ شمېر مهماتو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ زرګونه فیره مرمۍ او سلګونه عدده شاجورونه نیولي.

د سرچینې په خبر په دغو مهماتو کې بېلابېل ډوله مرمۍ او شاجورونه شامل دي او اړوندو ارګانونو ته به وسپارل شي.

د کابل امنیې قومندانۍ په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته