خبرونهامنیتTOP

امنیتي ځواکونو هغه ماشوم ژغورلی، چې یوه اوونۍ وړاندې انسان تښتوونکو په بلخ کې تښتولی وو

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر 

د کورنیو چارو وزارت د هغه ماشوم د روغ رمټ ژغورل کېدو خبر ورکړی، چې یوه اوونۍ وړاندې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی وو.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتی چارو ستر معینیت د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندانی اړوند د بلخ ٨٨٨ ملي قطعې سرتېرو په بلخ ولایت کې د یو خاص او تکتیکي عملیاتو په پایله کې هغه ماشوم، چی یوه اوونۍ وړاندې د مسلح اختطاف چیانو له لوري تښتول شوی و او له کورنۍ نه یې د ازادېدو په بدل کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو د ورکړې غوښتنه کوله، ژغورلی دی.

د قانع په خبره پرون د یاد ماشوم کورنۍ ته د انسان تښتوونکو له لوري د ټاکل شوي وخت وروستۍ ورځ وه او دغې کورنۍ ته ویل شوي وو، چې که تر همدې ورځې پیسې ورنکړي نو ماشوم به ووژني.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو په لړ کې یو انسان تښتوونکی له امینتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او ۵ نور کسان د دغه قضیې په تور نیول شوي، چې تر څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress