امنیت

امنیتي ځواکونه دې د دښمن دځپلو لپاره تعرضي حالت ته چمتوالی ولري.

ميدان ښار باختر دوري دمياشتې ٦ :
د میدان وردګو والي وايي ټول امنیتي ځواکونه دې په لوړ مورال سره  د دولت د مخالفو وسلوالو  دځپلو لپاره د دفاعي حالت ترڅنګ تعرضي حالت ته بشپړ چمتوالی ولري.
دغه خبرې حیات الله حیات نن د ولایت په اوونیزه امنیتي غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد ساتنې په لوړه روحیه دنده ترسره کوي.
دغه امنیتي غونډه د والي حیات الله حیات په مشرۍ ترسره شوه، چې د ملي امنیت رییس، د امنیې قومندانۍ د امنیت امر او بیلا بیلو نورو مسولینو پکې ګډون کړی وو.
د میدان وردګو  والي وویل، چې امنیتي ځواکونه  دې د دولت د مخالفو وسله والود ځپلو لپاره تعرضي حالت ته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلي حیات له امنیتي ځواکونوڅخه وغوښتل، څود دولت د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره دې تعرضي حالت ته چمتوالی ولري؛ ځکه دغه کارد امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري.
په دې  غونډه کې وویل شول، چې په ډیرو سیموکې د دولت وسله وال مخالفین  له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه استفاده کوي؛ خو ټینګار وشو، چې امنیتي ځواکونه تل د ولس  د هوساینې لپاره کار کوي او نه غواړي، چې ملکي خلکو ته زیانونه رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته