کابل/ د مرغومي ۶مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنیتي سکتور لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې چې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري دایره شوې وه، د هېواد عمومي امنیتي وضعيت و ارزول شو.
غونډې ته د امنیتي سکتور مسوولانو په خپل راپور کې وویل چې تېره اوونۍ د هېواد په کچه ۱۹۵ کسان نيول شوي چې له ډلې يې ۱۴۳ تنه په تروريستي فعاليتونو کې ښکېل دي.
د غونډې په پای کې امنیتي سکتور ته هدايت ورکړل شو چې د هېواد د وروستي امنيتي وضعيت په اړه جزئیات دې له ولس سره هم شريک کړي.